IQNA

 په ایټالیا کې له جوماته د مسلمانانو محرومیّت

5:31 - May 08, 2024
د خبر لمبر: 3489185
ایکنا – په ایټالیا کې د مونفالکونه ښار مسلمانان د ځاي چارواکو د فیصلو په واسطه  په یوه پارکینګ کې د جمعې لمانځه ترسره کیدا ته مجبوره شول.

ایکنا نیوز د مونټ کارلو ویبسایټ له قوله راپور راکوي، د ایټالیا په شمال ختیځ کې  واقع په مونفالکونه ښارکې په سلګونو مسلمانان په یوه پارکینګ کې سره غونډ شول څو د جمعې لمونځ ترسره کړي.

 دغه اقدام له دې وروسته ترسره شوی چې ددغه ښار ځاي چارواکو  په کلتوری مرکزونو کې دلمانځه ترسره کیدا ممنوع اعلان کړه.

زوړ پال افراطي ښاروال  پخپلو کلتوري مرکزونو کې  په دغې سیمې کې د مسلمانانو دلمانځه دقایمولو مخه نیولې ده  او دوي اوس مجبوره دي ، په دغه  متروکه ځاي کې  غونډ شي او  دهغه څه په باب چې  دخپل قانوني حق باندې ئې تیري  ګڼي، د قضایه قوې فیصله واوري.

د تریستا په شاوخوا کې  په دغه واقع دیرش زره کسیز ښار د آبادۍ په درو کې یوه برخه مهاجر  دي او له ههغو ډير بنګله دیشي مسلمانان دي چې د ۱۹۹۰لسیزې له وروستیو راهسې  په  Fincantieri  شرکت کې د تفریحي او سیّل د کشتیو د جوړولو لپاره ورغلي دي.

د مونفالکونه ښاروال آنا سیسینټ ددغې موضوع په باب پخپلو څرګندونو کې مدعي وشی دی چې  دلمانځه د ممنوعیّت فیصله د فضا او ځاي له جوړولو سره اړونده نه  او  له توپیر سره دغه فیصله هیڅ  ربط نه لري.  هغه فرانس پریس خبری آژانس ته وئیلي دي، زه د ښار وال په توګه  د هیچا مخالف نه یم ،  زه دلته موجود یم څو قانون اجرا کړم .البته هغه خپل اعتقاد نه پټوي ، چې  یو شمیر مسلمان مهاجر په مونفالکونه ښار کې  زیات شوي  او ډير مهم شوي دي.

د ایټالیا دمسلمانانو شمیر  کابو دوه میلیون کسانو ته رسیږي او دوي دده هیواد ترټولو لوي لږکی  دی ، خو د ایټالیا دمسلمانانو د ائيتلاف په وینا، د جوماتونو په جوړولو کې له یو لړ مشکلاتو سره مخ دي ،که څه هم په هغو کې تقریبا نیم د  ایټالیا ښاریز دي.په دغه هیواد کې هغه ډير مسلمانان چې ددغه هیواد ښاریز دي، فرانس پریس ته ئې وئيلي دي، چې بې اعتمادي احساسوي  او حتی احساس کوي پر نفرت  مشتمل احساس موجود دی .

ټاکل شوې ده د ټریسټا عدالت  د مئ په ۲۳ نیټه په کلتوری مرکزونو کې د لمانځه دممنوعیّت  په باب خپله فیصله صادره کړي.

https://iqna.ir/fa/news/4214223

captcha